کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۳۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په شمال کې د ډبرو سکرو دولتی شرکت مسوولینو ویلی، چې په تېر یوه کال کې د ډبرو سکرو استخراج او پلور له لارې څه باندې یو میلیارد افغانۍ عواید ترلاسه شوی دی.
د مسوولینو په خبره دغه عواید د بانکی انلاین سیستم له لارې د دولت خزانې ته تللی او هېڅ راز لاسوهنه په کې نه ده شوې.
د هېواد د ډبرو سکرو تر ټولو ستر کانونه د هېواد په شمال کې موقعیت لری، چې د ځینو قراردادونو برخه یې خصوصی شرکتونو ته ورکړل شوې ده.
دغه کانونه د هندوکوش د غرونو له لړۍ څخه د یوه کمربند په بڼه پیلیږی، چې له بدخشان ولایت څخه پیل او هرات ولایت ته رسېدلی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ