کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان لومړۍ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اسلام آباد کې د ترهګرۍ ضد محکمې د خېبر پښتونخوا د ایالتي وزیر علي امین ګنډاپور او د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د یو شمېر نورو مشرانو د نیولو امر کړی
په ورته مهال ځینو پاکستانۍ رسنیو ویلي، چې پولیسو د تحریک انصاف ګوند یو شمېر پلویان له نیولو وروسته نامعلوم ځای ته لېږدولي دي.
ایکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې لیکلي، د دغو نیونو په غبرګون کې د جمعې په ورځ لاهور ښار کې لاریونونه زیات شوي او په ځینو سیمو کې لاریونوالو له پولیسو سره نښتې هم کړې دي.
تر دې وړاندې علي امین ګنډاپور او د تحریک انصاف ګوند پلویانو خبرداری ورکړی و، چې که په دوو اونیو کې پخوانی لومړی وزیر عمران خان خوشې نشي، دوی به یې خپله د خلاصولو لپاره لاس په کار شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/