کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان لومړۍ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو په اړه د تشرېح پروګرام کې ویلی، چې د روان ۱۴۰۳ مالی کال په لومړیو ۵ میاشتو کې یې څه باندې څلور میلیارده ۴۰۹ میلیونه ۵۲۰ زره افغانۍ عواید راټول کړی دی.
د چارواکو په خبره یاد وزارت په ۱۴۰۲ مالی کال کې، ۱۰ میلیارده ۴۷۹ میلیونه ۹۲۹ زره افغانۍ عواید را ټول کړی و.
د دوی په خبره روان د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د بېلابېلو منرالونو ۶۴۷ کانی ظواهر او ساحې سروې شوی، چې په فعالېدو سره به یې زرګونو کسانو ته کاری فرصتونه رامنځته او د سرپرست حکومت په عوایدو کې به د پام وړ زیاتوالی راشی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ