کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان لومړۍ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ټاکل شوې چې روانه اوونۍ په سې شنبې ورځ د امریکا نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو سازمان ۷۹مه کلنۍ غونډه جوړه شی.
د خبر پر بنسټ د ملګرو ملتونو دغه کلنۍ غونډه به د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۴مه پیل او تر ۳۰مې دوام وکړی.
غزې او اوکراین کې د روانو جګړو په څېر د سترو نړیوالو ننګونو ترڅنګ به د افغانستان مسله هم د ملګرو ملتونو سازمان د غړو هېوادونو د کلنۍ غونډې د بحث وړ موضوع وی.
د چارو یو شمېر کارپوهان هیله لری، چې د ملګرو ملتونو سازمان دغه عمومی غونډه او د نړۍ مشرانو ترمنځ د افغانستان پر مسلې بحث به وکولای شی، چې د هېواد سیاسی او اقتصادی انزوا ته یوه حل لاره پیدا کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ