کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر افغان پانګوالو او کسبګرو د ازبکستان په سرخان ولایت کې د افغانستان او ازبکستان په ګډ بازار کې تازه خپل فعالیتونه پیل کړی.
د خبر پر بنسټ پانګوالو او کسبګرو د ګډ بازار جوړېدل د دواړو هېوادونو د خلکو د اقتصادی ودې لپاره ګټور ګام ګڼلی.
بل لور د دغه بازار مسوولین وایی، بازار کې د افغانانو لپاره هېڅ ډول محدودیتونه شتون نه لری او د دواړو هېوادونو د پانګوالو لپاره یې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دی.
د مسوولینو په خبره دغه بازار کې د افغانستان او ازبکستان کسبګرو ته کرایه یو ډول ده او هر څوک چې لېوالتیا ولری، کولای شې په دغه بازار کې پانګونه وکړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ