افغان حکومت یو وار بیا د ملګرو ملتونو له لوری دوی ته د افغانستان د څوکۍ نه سپارلو له امله نیوکه کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویلی، چې د ملګرو ملتونو له لوری اوسنی افغان حکومت ته د افغانستان څوکۍ نه سپارل د افغانانو په حق کې د دې سازمان جفا او ښکاره تېری دی.

نوموړی ویلی، که ملګری ملتونه د افغانستان څوکۍ د دوی له لوری ورته ورپېژندل شوی کس ته وسپاری، نو د افغان حکومت استازی به په با مسؤلیته ډول هلته د افغانانو له حقونو دفاع وکړی.

نوموړی هیله ښودلې، چې د ملګرو ملتونو په دې ۷۹ یمه غونډه کې به د افغانستان د اوسنیو حقایقو په رڼا کې د افغانستان په تړاو مثبت نظریات وړاندې او مثبتې پرېکړې وشی.

په ورته مهال له دې وړاندې په قطر کې د افغان حکومت د سیاسی دفتر مشر د ملګرو ملتونو دې غونډې ته د استازی نه وربللو په غبرګون کې ویلی وو، چې د دې سازمان دا پرېکړه به له افغانستان سره د لا زیات واټن لامل وګرځی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.