کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د چاپېریال ساتنې ملی ادارې رییس کابل کې د چین سفارت له شارژدافیر بایو یوهوی سره کتلی.
په دې کتنه کې د چاپېریال ساتنې ملی ادارې رییس په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د چین د همکاریو مننه کړې او ویلی یې دی، چې که چېرې د اقلیمی بدلون له امله افغانان زیات متضرر شی او نړیوال یې لاسنیوی ونه کړی، نو نړیوالو ته به یې هم ډېر زیانونه ورسیږی، چې په خبره یې بیا به د دې جبران ډېر سخت او په یوه لویه ننګونه به بدل شی.
نوموړی د چین سفارت له شارژدافیر څخه په تخنیکی برخه کې د چاپېریال ساتنې ملی ادارې د تجهیز، په ځنګلونو کې د اورلګېدنې د خبرداری او اور وژنې سیستمونو فعالولو او پاکې انرژۍ په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې.
د خبر پر بنسټ په دې لیدنه کې د چین سفارت شارژدافیر هم له افغانستان سره د هر ډول همکارۍ ژمنه کړې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ