ملګرو ملتونو په رام الله کې د الجزیرې تلوېزیون دفتر تړل وغندل

کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو عمومی منشی سټیفن دوجاریک ویلی، چې ملګری ملتونه د اسراییلو لخوا په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د الجزیرې شبکې د دفتر پر تړلو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

نوموړی ویلی، خبریالان د نړۍ سترګې او غوږونه دی. دوی له نړۍ سره مرسته کوی چې خلکو ته شوې پېښې او مسایل وښیی، چې باید له ځورونې او هر ډول خنډ پرته خپله دنده ترسره کړی.

د اسراییل اشغالګرو سرتېرو د یکشنبې په سهار د لوېدیځې غاړې په رام الله کې د یوې ژوندۍ خپرونې پر مهال پر دغه دفتر ورننوتل او کارکوونکو ته یې د ودانۍ د خالی کولو امر وکړ، چې د ۴۵ ورځو لپاره دې دفتر وتړل شی.

له هغه وروسته الجزیرې په خپل عربی چینل یو ویډیویی کلیپ خپور کړ، چې په درنو وسلو سمبال ماسک پوشه کسان د الجزیرې دفتر ته ننوځی او د بندولو فرمان یې صادروی.

د اسراییلو پوځ ویلی، دغه دفتر یې د ترهګرۍ د هڅولو او د ترهګریزو فعالیتونو د ملاتړ مخنیوی په موخه تړلی دی.

په ورته مهال الجزیرې د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا تورونه رد کړی او په خپل دفتر کې یې د اسراییلو جنایتکارانه عمل غندلی او د خبریالانو د خوندیتوب غوښتنه یې کړې.

بل لور د فلسطین د خبریالانو اتحادیې هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اسراییلو دا کړنه د سیمه ییز ژورنالیزم او رسنیو د سازمانونو پر وړاندې سخته سرغړونه بللې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.