کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې په تېرو دوو میاشتو کې دغې ناروغۍ د سوډان نږدې ۴ سوه کسانو ژوند اخیستی دی.
د سوډان د روغتیایی چارواکو په وینا، شاوخوا ۱۳ زره کسان په دې ناروغۍ اخته شوی دی.
کولرا په ځانګړی توګه په ختیځ سوډان کې چې میلیونونو کسانو له جګړې په کې پناه اخیستې، ډېره خپره شوې ده.
دا سیمې په وروستیو کې سختو بارانونو او سېلابونو هم ځپلې دی.
د سوډان د روغتیا وزارت مسوولینو زیاته کړې، چې دا ناروغی د هېواد له ۱۸ ولایتونو څخه په ۱۰ ولایتونو کې خپره شوې، خو تر ټولو زیاتې پېښې په ختیځو ولایتونو؛ کَسَلا و القَضارِف کې ثبت شوې دی.
په سوډان کې اووه کاله وړاندې هم په دوو میاشتو کې د دغې ناروغۍ له امله ۲۲ زره خلک اغېزمن شوی او ۷ سوه کسان مړه شوی وو.
کولرا ساری ناروغی ده، چې د اسهال او د بدن د اوبو د کمېدو سبب کیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ