ګهیځ: نن شنبه (د سلواغې ۹مه) د ملی دفاع سرپرست وزیر مولوی محمد یعقوب او لوی درستیز فصېح الدین فطرت پرون د شمالی ولایتونو د امنیتی وضعیت د اروزنې په موخه جوزجان ولایت ته تللی.
د دفاع سرپرست وزیر مولوی یعقوب د ۲۰۹ الفتح قول اردو څخه د لیدنې پر مهال ویلی، چې له خپلې خاورې او خلکو د دفاع او ساتنې پوره توان لری.
یعقوب ویلی افغان ځواکونه د هېواد له خاورې او پولو څخه د دفاع وړتیا لری او هېڅ تېری کوونکی ته د امنیت او سولې د له منځه وړو اجازه نه ورکوی او له خپل هېواده ساتنه کوی.
نوموړی دغه راز ویلی، اوس د دې وخت دی، چې ټول افغانان تر یوه چتر لاندې په ګډه د هېواد د پرمختګ او هوساینې لپاره کار وکړی.
دوی شمالی ولایتونو ته د سفرونو په لړ کې تېره پنجشنبه کندز ولایت ته تللی او د ۲۱۷ عمری قول اردو څخه یې لیدنه کړې وه.
گهیځ