کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اروپایی ټولنې د افغانستان لپاره د ۱۴۶ میلیونه یورو مرستې د نوې کڅوړې اعلان وکړ.
یادې ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې دغه مالی کڅوړه بنسټیزو خدمتونو او په ځانګړی ډول روغتیا، زده کړو او د خوړو مصوونیت ته ځانګړې شوې او د نجونو او ښځو پر ملاتړ هم تمرکز لری.
د دې ټولنې د نړیوال مشارکت کمېشنر همد اراز روغتیایی خدمتونو ته د افغانانو د لاسرسی په برخو کې ۳ نور پروګرامونه هم جوړ کړی، چې ۱۵ میلیونه یورو د ملګرو ملتونو پرمختیایی پروګرام، ۱۶ میلیونه یورو د روغتیا نړیوال سازمان او ۱۵ میلیونه یورو د ملګرو ملتونو د جمعیت صندوق ته ځانګړې شوی دی.
بل لور اقتصاد وزارت بیا له افغانستان سره د اروپایی ټولنې له دغو مرستو څخه په هرکلی سره ویلی، چې دغه ډول مرستې د هېواد د اقتصادی وضعیت له ښه کېدو سره مرسته کوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ