د ا.ا او مخالفینو تر منځ روسیې د ناستې کوربتوب ته چمتوالی ښودلی

ګهیځ: نن شنبه (د سلواغې ۹مه) د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او مطبوعاتی برخې مرستیال الکسی زایتسف په یوه اوونیزه خبری غونډه کې ویلی، روسیه چمتو ده چې د اسلامی امارت او د دوی د مخالفینو تر منځ د خبرو کوربتوب وکړی.
تېره اوونۍ ځینو سرچینو په روسیه کې د طالبانو د جګپوړو استازو او د ‘مقاومت د جبهې’ په نامه د ځینو ا.ا مخالفو مشرانو تر منځ د لیدنې خبر ورکړی و.
هغه مهال داسې ګنګوسې وې چې د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال ملا برادر او د دې ډلې د فاع وزیر ملا یعقوب په مسکو کې د افغان ولسمشر پخوانی لومړی مرسیتال امرالله صالح، او د ملی مقاومت جبهې مشر احمد مسعود سره لیدلی، خو طالبانو او دې کسانو لا په دې اړه څه نه دی ویلی.
د روان کال د جنورۍ په لومړیو کې د طالبانو او د دوی د مخالفې ډلې له مشرانو سره لومړنۍ خبرې په تهران کې وشوې او د طالبانو د بهرنیو چارو چارسمبالی وزیر ملا امیر خان متقی له احمد مسعود او اسماعیل خان سره کتلی وو.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.