کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رویټرز خبری آژانس راپور ورکړی، چې امریکا، فرانسې او څو نورو هېوادونو د اسراییل او د لبنان حـ ـزب الله ترمنځ سملاسی د ۲۱ ورځنی اوربند غوښتنه کړې.
رویټرز د سپینې ماڼۍ د یوې خبرپاڼې له مخې لیکلی، چې دغه لنډمهاله اوربند به دواړو خواوو ته موقع ورکړی، چې رامنځته شوې جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسوی.
په دې اړه یوه ګډه اعلامیه د امریکا، فرانسې، استرالیا، متحده عربی اماراتو، سعودی عربستان او اروپایی ټولنې لخوا هم لاسلیک شوې ده.
د اوربند دا غوښتنه په داسې مهال شوې، چې پرون چهارشنبه هم پر لبنان د اسراییلو په بریدونو کې د لبنان د روغتیا وزارت په وینا ۷۲ کسان وژل شوی او ۲۲۳ نور ټپیان شوی دی.
د اسراییلی پوځیانو د تېرې دوشنبې او سه شنبې ورځې په بریدونو کې هم څه باندې پنځه نیم سوه کسان په لبنان کې وژل شوی وو.
بل لور د لبنان حـ ـزب الله هم سلګونه توغندی پر اسراییلو توغولی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ