کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تېره ورځ د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ او د لغمان په الینګار او مهترلام سیمو کې راوتلو سیلابونو خلکو ته زیانونه اړولی دی.
د خبر پر بنسټ سختو اورښتونو د ننګرهار کوز کونړ ولسوالۍ اړوند کنډی، غازی آباد، جنت خان، قلعټک، سلامپور او یو شمېر نورو کلیو کې د درې کسانو ژوند اخیستی او ۲۰ تنه نور یې ژوبل کړی دی.
یادو سیمو کې ۱۵۰ پورې کورونه هم په کُلی او قسمی ډول تخریب شوی دی.
همدارنګه د مروارید کانال هم د سېلاب له امله تخریب او شلېدلی، چې اوبو یې کهنه دی کلی زیانمن کړی دی.
دغه راز لغمان کې سختو اورښتونو مرکز مهترلام او علینګار ولسوالۍ خلک له سختو مالی ستونزو سره مخ کړی دی.
د دواړو ولایتونو مسوولینو ویلی، چې هڅه کوی هر څه ژر یادو سیمو کې زیانمنو سره لومړنۍ مرستې ترسره کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ