کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۷ مه نېټه)
په داسې حال کې چې د امریکا د مجلس استازی ډان مویزر د دغه هېواد کانګرېس ته یوه نوې لایحه وړاندې کړې، چې له مخې یې افغانستان سره مرستې له سرپرست حکومت سره د بندی امریکایی وګړو تر آزادېدو پورې مشروطې شوی، د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اقتصاد وزارت مسلکی مرستیال عبدالطیف نظری ویلی، له افغانستان سره د بشری مرستو کمول او یا هم درول د نړیوالو د حقوقو او اخلاقو خلاف دی.
نوموړی زیاته کړې، نړۍ ته نه ښایی چې له بشری مرستو د ځانګړو موخو پرمخ بیولو لپاره سیاسی ګټه پورته کړی.
د خبر پر بنسټ د امریکا د مجلس استازی دغه طرحه د رایان کوربت او جورج ګلزمن د ازادۍ د تضمین لپاره جوړه کړې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ