ګهیځ: نن شنبه (د سلواغې ۹مه) د پاکستان د ملی امنیت سلاکار معید یوسف د یو لوړپوړی دولتی پلاوی په مشرۍ د افغانستان سرپرست حکومت له چارواکو سره د خبرو اترو لپاره کابل ته راغلی دی.
د ا.ا د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی ویلی چې د افغان او پاکستانی پلاوی ترمنځ خبرې اترې پیل شوې دی.
د سمنګانی په وینا، په دې لیدنه کې به دواړه لوری پر جلا جلا مسایلو خبرې وکړی.
تر دې وړاندې ټاکل شوې وه چې نوموړی د روانې میاشتې په ۱۸مه کابل ته راشی خو د نامعلومو دلایلو له امله یې سفر وځنډېد.
معید یوسف وروسته تر هغه کابل ته راځی چې پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار لګولو پر سر د افغان او پاکستانی پوله ساتو د نښتو سربېره د پاکستانی طالبانو تحریک هم له پاکستان څخه پر ډیورنډ فرضی کرښه باندې د لګول شوی اغزن تار ټولولو غوښتنه کړې ده.
گهیځ