کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت مشرتابه د یو تازه فرمان له مخې ټولو دولتی ادارو ته امر کړی، چې د مراجعینو ستونزې دې په مستقیم ډول حل کړی.
د دغه درې ماده ییز فرمان چې د عدلیې وزارت ویاند له لوری نشر شوی د وزارتونو، خپلواکو ریاستونو، ستره محکمې، ولایتی ادارو مسوولین، ولایتی ریاستونو، امنیې قومندانیو، ولسوالیو او نورو دولتې ادارو مسوولینو ته سپارښتنه کړې، چې د مراجعینو عریضو او ستونزو ته دې پر وخت رسېدنه وکړی.
د دې فرمان له مخې، که د ادارې رییس د زیاتو بوختیاوو له امله نه شی کولی، چې له مراجعینو سره وګوری باید د دې کار د ترسره کېدو لپاره یو استازی وټاکی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ