روزګان کې د اغاجان بند د جوړېدو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د روزګان ولایت چنارتو ولسوالۍ کې د اغاجان بند د سروې او ډیزاین چارې د ریاست الوزراء اقتصادی مرستیال او ګنو نورو مسوولینو په شتون کې پیل شوې.

د ریاست الوزراء اقتصادی مرستیال ویلی، د اوبو مدیریت د کرنې او اقتصاد د پراختیا لپاره ارزښتمن ګام دی.

دې مراسمو کې د اوبو او انرژۍ وزیر ویلی، د دې پروژې ترڅنګ به نږدې راتلونکی کې درې نورې پروژې چې سولری برېښنا تولید، د کجکی بند د برېښنا لین لېږد او شفلوغ بند جوړول په کې شامل دی، پیل شی.

اغا جان بند د ۷۰ میلیونه متر مکعب اوبو ذخیره کولو او ۷ زره هکتاره ځمکې خړوبولو ظرفیت لری.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.