کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا د ولسمشر له قوله راپور ورکړی، چې نوموړی د اسراییلو له لومړی وزیر، بنیامین نتنیاهو سره د خبرو پرمهال سیمه کې د پراخې جګړې د پیل خبر ورکړی.
د خبر پر بنسټ نوموړی ویلی، چې د حـ.زب الله د مشر تر وژل کېدو وروسته به په سیمه کې د جګړې اور نور هم پراخ شی.
بایډن نتنیاهو سره په خبرو کې له نوموړی غوښتی، چې له د حـ.زب الله سره په جګړه کې له زغمه کار واخلی.
په ورته مهال د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلی، د اسراییلو اشغالګر رژیم لبنان کې د نسل وژنې سیاست پر مخ بیایی او له اسراییلو یې غوښتی، چې د نسل وژنې سیاست له پراخېدو لاس په سر شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ