څه باندې زر موټره اموال پاکستان سره ګډو بندرونو کې بند پاتی

کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغان سوداګرو یو ځل بیا د څه باندې یوې میاشتې راهیسې د افغانستان د صادراتی توکو پر وړاندې د تورخم بندر تړل کېدو او د پاکستان له لوری د اضافی مالیاتو د لګېدو له امله شکایت کړی.

دوی ویلی، دمګړۍ پر تازه مېوو او سبزیجاتو بار څه باندې زر موټره له پاکستان سره په ګډو بندرونو کې بند پاتې دی.

ځینې نور سوداګر وایی، روان کال کې د دغو ستونزو له امله پاکستان ته د دوی صادر شویو توکو د لېږد لګښتونه هم نه دی پوره کړی.

بل لور د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې ویلی، د افغان سوداګرو پر وړاندې شته ستونزې یې د سرپرست حکومت له بهرنیو چارو وزارت او خېبر پښتونخوا کې له اړوندو مسوولینو سره شریکې کړې دی.

تر دې وړاندې د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلی وو، چې په تېرو ۶ میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پتله د افغانستان او پاکستان تر منځ په سوداګرۍ کې تر ۶۰ سلنې کمښت راغلی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.