کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ویلی، د هرات صنعتی ښارګوټی د پراختیا لپاره ۵۰ زره جریبه نوره ځمکه هم ځانګړې کوی.
نورالدین عزیزی دا څرګندونې د هرات له سرپرست والی سره کتنه کې کړی دی.
عزیزی په دې کتنه کې له خصوصی سکټور څخه د هرات د سرپرست والی له ملاتړ څخه په مننې ویلی، هرات ولایت کې پانګوالو ته د امن فضا د دې لامل شوې، چې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو پانګوال د دې ولایت صنعتی ښارګوټی ته مخه کړی.
په ورته مهال د هرات والی له پانګوالو او صنعت کارانو د هرات سیمه ییزې ادارې له ملاتړه ډاډ ورکړی او ژمنه یې کړې، چې د هغوی لپاره به ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ