کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ له لوری سل کسیزه موټر سایکل سپره قطعه فعاله شوه.
مسوولین وایی، دغه قطعه به د کورنیو چارو وزارت له ورکړل شویو موټر سایکلونو څخه په استفادې جلال آباد ښار او د دې ولایت په نورو سیمو کې د جرمونو مخنیوی او د امنیت لا ښه والی په موخه فعالیت کوی.
بل لور ننګرهار میشتی ولسونه دغه ډول هڅې د امنیت په ښه والی کې اغېزمن ګڼی، خو غوښتنه کوی چې باید په ټولو اړینو وسایلو سمبال او په ښه ډول فعالیت ترسره کړی.
دا لومړی وار دی چې د هېواد په کچه د ننګرهار امنیې قومندانۍ له لوری دغه ډول قطعه په فعالیت پیل کوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ