اسراییلو یو وار بیا نن سهار پر لبنان تازه بریدونه کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اسراییلو پوځ پر خپل ټلیګرام چینل لیکلی، چې جنګی جیټ الوتکو یې نن سهار وختی د لبنان په بیکا سیمه کې د حـ.زب الله لسګونه اهداف ویشتلی دی.

فرانس پرېس خبری آژانس د اسراییلی پوځ له قوله راپور ورکړی، چې دغو بریدونو کې د حـ.زب الله د وسلو زېرمتونونه په نښه شوی دی.

اسراییلی اشغالګرو ویلی، چې دوی به تر هغو لبنان کې خپلو بریدونو ته دوام ورکوی، چې د حـ.زب الله پوځی وړتیاوې له‌ منځه یوسی.

د نننیو بریدونو د مرګ‌ – ژوبلې راپور لا نه‌ دی خپور شوی، خو د لبنان د عامې روغتیا وزارت ویلی، چې پرون یکشنبه د اسراییلو په بریدونو کې ۱۰۵ تنه ووژل شول او ۳۵۹ نور ټپیان شول.

دې وروستیو کې د اسراییلو او د لبنان حـ ـزب الله ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې شوې دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.