کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د اسراییلو اشغالګر پوځ تر غزې او لبنان وروسته تېره ورځ د یمن پر بندری ښار حدیده کې بمبارۍ کړی دی.
فرانس پرېس خبری آژانس د اسراییلو د پوځ ویاند ډېوېډ اوراهام له قوله ویلی، چې دوی دغه پراخ برید کې لسګونه الوتکو، جنګی جټونو او تېل وړونکو او اکمالاتی الوتکو برخه اخیستې وه.
د دوی په وینا دغو بریدونو کې د یمن په حدیده او راس العیسا سیمو کې د حـ.وثیانو اهداف ویشتل شوی دی.
د خبر پر بنسټ شویو بریدونو کې د حـ.وثی یاغیانو تر کنټرول لاندې د برېښنا یو سټیشن او یو سمندری بندر چې د تېلو د وارداتو لپاره کارول کېده، په نښه شوی دی.
تر اوسه د دغو بریدونو له امله د اوښتې مرګ – ژوبلې په تړاو څه نه دی ویل شوی.
حـ.وثیانو په وروستیو ورځو کې د اسراییلو پر لور خپل راکټونو او ډرون بریدونه زیات کړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ