کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت ویاند خبر ورکړی، چې ځانګړو ځواکونو وروستیو بریدونو کې لاس لرونکو د ګروپ مهم غړی نیولی.
مجـ ـاهد ویلی، د فرامینو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست پر کارکوونکو بریدکوونکی د بلوچستان په مستونګ کې د داعـ ـش خراسان څانګې له روزنیز کمپ څخه افغانستان ته راغلی و.
نوموړی زیاته کړې، چې د داعـ ـش دې ګروپ کابل کې د یاد ریاست پر کارکوونکو تېره میاشت د سنبلې ۱۲ مه برید طرحه کړی و او همدارنګه یې کابل کې د نورو بریدونو ترڅنګ بامیانو ولایت کې په خارجی سېلانیانو برید کې هم لاس درلود.
د حکومت ویاند ویلی، د دې ګروپ پر ضد عملیات د ځانګړو ځواکونو لخوا په کابل او ننګرهار کې سرته رسېدلی دی.
نوموړی همداراز زیاته کړې، چې د دې برید د طراح او تنظیموونکی له پټنځای څخه یو کس تاجکستانی تبعه هم یو انفجاری واسکټ، دوه میله وسلې او مهماتو سره نیولی شوی، چې غوښتل یې ځان وژونکی برید ترسره کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ