کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ریاست الوزراء اقتصادی معاونیت خبر ورکړی، چې د تېر ۱۴۰۲ کال د وږی له ۳۱مې نېټې بیا د روان ۱۴۰۳ کال د وږی تر ۳۱مې پورې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو په ارزښت کې ۱۴.۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
اقتصادی معاونیت ویلی، تېر کال هېواد کې یو ډالر ۷۸.۸۶ افغانۍ تبادله کېده، خو اوسمهال هېواد کې یو ډالر ۶۸.۸۸ افغانۍ تبادله کیږی.
اقتصاد معاونیت د افغانستان بانک له لوری د معقولو پولی سیاستونو پلی کول، بهرینو هېوادونو ته اسعارو د قاچاق مخنیوی، صادراتی وده، هېواد کې د ملی او سیمه ییزو پروژو پیل، په دولتی کچه د غیر ضروری لګښتونو مخنیوی، روڼتیا رامنځته کېدل او د نړۍ له هېوادونو سره سوداګریزو اړېکو پراختیا د افغانۍ لوړېدو عمده لاملونه بللی دی.
وړاندې تر دې بلومبورګ په خپل راپور کې ویلی و، د اوسنی افغان حکومت په راتګ سره په نړیواله کچه افغانۍ د بهرینو اسعارو پر وړاندې د خپل ارزښت ساتلو له امله په درېیم او د آسیا په کچه لومړی مقام کې راغلې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ