کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو چارو وزارت ویلی، چې تېره یوه میاشت کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې څه باندې ۳۱۷ زره ټنه انتقالات ترسره شوی.
دغه انتقالات د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې شوی، چې په کې ۳۱۷ زره ۴۵ مټریک ټنه توکی لېږدول شوی دی.
په یاد توکو کې ۸ زره ۴۴۷ ټنه توکی صادر شوی، چې د مسوولینو په وینا د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والی لپاره هڅې کوی.
د دوی په خبره موخه یې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابرول او معیاری چوپړتیاوې وړاندې کول دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ