کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلی، چې په افغانستان کې له میلیونونو اړمنو کسانو سره د مرستو لپاره د بودیجې پر کمښت اندېښمن دی.
اوچا په یوه بیان کې ویلی، چې را روان ژمی له نږدې ۱۶ میلیونو اړمنو سره د بېړنیو مرستو لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لری.
دې ادارې زیاته کړې، چې په راتلونکی ژمی کې ډېر اړمن کسان سرپناه، جامو او خوراکی توکو ته اړتیا لری.
د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر ویلی، سږکال ژمی داسې مهال رارسیږی، چې د طبیعی پېښو زیانمن شوی خلک هم سرپناه ته اړتیا لری.
دغه بنسټ له مرسته کوونکو هېوادونو غوښتی، چې د اړتیا وړ بودیجه برابره کړی، څو په راتلونکو دریو میاشتو کې دغه مرستې اړمنو کسانو ته ورسوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ