کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران د جنوبی خراسان ولایت د ګمرکونو عمومی رییس ویلی، چې د دغه ولایت له پولو څخه افغانستان ته د ټرانزیټ کچه اته برابره لوړه شوې ده.
محمد کوه ګرد له اېرنا خبری آژانس سره په خبرو کې ویلی، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې څه باندې ۱۵ زره کانټینرونه، چې له څلور نیم زره ټنو ډېر وزن لری، د ماهیرود له پولې افغانستان ته لېږدول شوی دی.
نوموړی زیاته کړې، چې دا شمېر د تېر کال د همدومره وخت پر پرتله اته برابره ډېروالی ښیی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ