کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کورنیو چارو د وزیر په مستقیم امر د څاګانو سرونو بندېدو حکم جدی څار لپاره کمېټه جوړه شوه.
کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې دا کمېټه مؤظفه شوې، څو د وزارت د رهبرۍ د هغه حکم تطبیق په جدی توګه وڅاری، چې له مخې یې د هر ډول کېندل شویو څاګانو مالکین باید د خطراتو او پېښو د مخنیوی لپاره د څاګانو سرونه په محفوظه توګه بند کړی.
کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې یاده کمېټه به ټولو ولایاتو ته د یادې موضوع د عملی څارنې لپاره سفر کوی او د سرغړونکو سره به جدی قانونی چلند کیږی.
د وزارت په خبره، لا هم د هېواد سوېل کې څاګانو ته د ماشومانو لوېدنې زړه بوږنونکی پېښې رامنځته کیږی، چې مخنېوی یې اړین دی.
دغه کمېټه وروسته له هغې وټاکل شوه، چې غزنی کې وړمه ورځ یوې څاه ته لوېدلی ماشوم او د دې ماشوم ژغورنې لپاره تللی ټیم درې غړیو ژوند له لاسه ورکړ.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ