کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رویټرز خبری آژانس راپور ورکړی، چې د تهران په ګډون په یو شمېر ښارونو کې خلکو د ایران د حکومت په ملاتړ راوتلی او جشنونه یې کړی.
واټونو ته راوتلو کسانو د حکومت د ملاتړ ترڅنګ “مرګ پر اسراییل” او “مرګ پر امریکا” شعارونه هم ورکول.
د اسراییلی او ایرانی رسنیو د راپورونو له مخې، ایران تېره شپه شاوخوا ۲۰۰ توغندی پر اسراییلو توغولی، چې شاوخوا ۸۰ سلنه یې د اسراییلی هوایی دفاع له خنډونو څخه تېر شوی دی.
د اسراییلو لومړی وزیر بینیامین نتانیاهو دغه برید لویه تېروتنه بللې او ایران ته یې د سختو پایلو خبرداری ورکړی.
ویل کیږی چې.دغو بریدونو پراخ زیانونه اړولی، خو رسمی ارقام یې تراوسه نه دی په ډاګه شوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ