کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اسراییلی رسنیو خبر ورکړی، چې د ایران له پراخو بریدونو وروسته یمن او لبنان هېوادونو هم پر اسراییلو توغندیز بریدونه ترسره کړی دی.
د اسراییلو ۱۲ چینل او اسراییلو پوځ ویلی، چې د لبنان څخه ۵۰ توغندی د اسراییلو په لور توغول شوی دی.
اسراییلو ویلی، چې د دې برید په لړ کې تر ۱۰ پورې ګڼ مېشتې ودانۍ ویجاړې شوی، خو د مرګ ژوبلې په هکله یې څه نه دی ویلی.
بل لور یمن کې د حوثیانو ډلې ویاند یحیی سریع هم په تازه پیغام کې ویلی، چې د اسراییلو په لور یې توغندی ویشتلی دی.
د یادونې وړ ده، چې اسراییلی ځواکونه له تېرې شپې راهیسې د ایران، یمن او لبنان هېوادونو له لوری له پراخو توغندیزو بریدونو سره مخ شوی، چې ګڼ پوځی مرکزونه، ګڼ مېشتې سیمې او اډې یې ویجاړې شوې دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ