کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني په تازه څرګندونو کې ویلي، چې هېواد یې نور د ناقانونه افغان کډوالو د منلو توان نه لري.
د نوموړي په خبره د ناقانونه کډوالو شړل یې اوس د کاري لومړیتوبونو په سر کې دی.
مومني چې په يوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې وويل، د کډوالو ستنولو پرېکړې پلي کولو لپاره یې اړین تدابیر هم نیولي دي.
د ايران د کورنيو چارو وزير دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې په دې وروستيو کې په ايران کې له يو شمېر افغان کډوالو سره د پوليسو او ايراني وګړو لخوا د ناوړه چلند خبرونه رسنيز شوي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/