د افغانستان د هوایی حریم له لارې الوتنې ډېرې شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په منځنی ختیځ کې د شخړو له امله هوایی شرکتونه اوس د ایران د هوایی حریم پرځای د افغانستان له فضا څخه ګټه پورته کوی.

د دوی په وینا له دې امله د الوتنو وخت اوږد شوی او مصارف یې هم لوړ شوی دی.

په دې وروستیو کې د اسراییل او ایران  ترمنځ تر شخړو وروسته، اوس هوایی شرکتونه د ایران له هوایی حریمه کمه استفاده کوی.

د فلایټ راډار ۲۴ په حواله چې د الوتکو د پروازونو په اړه معلومات راټول او خپروی، د هوایی شرکتونو له لوری د ایران له هوایی حریمه د کمې استفادې له امله د الوتنو وخت اوږد شوی او د الوتکو د تیلو مصارف هم لوړ شوی دی.

هوایی شرکتونه پر ایران د اسراییلو د ځوابی برید له وېرې د دغه هېواد له هوایی حریمه کمه استفاده کوی.

په ورته وخت کې د هوایی چلند یو شمیر شرکتونو ویلی، چې پر اسراییل باندې د تېرې سې شنبې ورځې تر توغندیزو بریدونو وروسته چې په لومړیو ساعتونو کې ګڼ شمېر پروازونه لغوه او ځنډیدلې وو، اوس یې بېرته په عادی ډول الوتنې پیل کړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.