کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ترکی رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د ټرانسپورټ او پراختیایی چارو وزارت په کوربتوب د لاجورد کوریډور د اغېزناکې کارونې په موخه غونډه شوې.
راپور کې راغلی، چې دغه غونډه کې د افغانستان، ترکمنستان، اذربایجان او جورجیا هېوادونو استازو ګډون کړی و.
د ترکیې د ټرانسپورټ او پراختیایی چارو وزیر دغې غونډې ته په خبرو کې د افغانستان، ترکیې، اذربایجان، ترکمنستان او جورجیا ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانسپورټ په برخه کې د لاجورد کوریډور د کارونې پر پراختیا ټینګار کړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ