د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د سختو اورښتونو اټکل شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ټرانسپورټ او هوایی چلند وزارت کې د هوا پېژندنې ادارې ویلی، چې نن د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د باران، واورې او په سیندیزو حوزو کې د اوبو سطحې د لوړېدو اټکل شته.

دې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې د ناڅاپی بارانونو، اورښتونو او سېلونو ډېر احتمال د کابل او هلمند په سیندیزو حوزو کې اټکل شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلی چې کاپیسا، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا او خوست هغه ولایتونه دی، چې د سېلونو او سخت باران احتمال په‌ کې زیات دی.

دې وروستیو کې لغمان او ننګرهار هغه ولایتونه وو، چې د سېلونو له امله یې خلکو ته د ځانی زیانونو ترڅنګ ګڼ مالی زیانونه واړول.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.