کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اسراییلی پوځ راډیو خبر ورکړی، چې پوځ یې په جدی ډول د ایران پر وړاندې د یو ستر برید لپاره چمتووالی نیسی چې د دوی په وینا دا به یوه مهمه او لویه پېښه وی.
اسراییلی راډیو د یوې پوځی سرچینې له قوله ویلی، اسراییلی پوځ پر ایران د ستر برید لپاره پر چمتووالی بوخت دی، چې د دوی په خبره دا برید به تهران لپاره سخت وی.
د سرچینې په خبره اسراییلی اشغالګر د سیمې له شریکو هېوادونو څخه په برید کې د پراخې همکارۍ تمه لری.
بل لور یدیعوت احرونوت ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د اشغالګرو اسرائیلو ملګرو هېوادونو استازو او د اسراییلی پوځ مشرانو ترمنځ خبرې شوی، ترڅو په ایران د برید لپاره غبرګون همغږی کړی.
ایران بیا ګواښ کړی، چې پر دوی هر برید به بېرته اسراییلو لپاره په درنه بیه تمامه شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ