معماری
خانه / دسته‌بندی نشده / لبنان کې اسراییلي اشغالګرو د حـ.ـزب الله استخباراتي مرکزونه په نښه کړي

لبنان کې اسراییلي اشغالګرو د حـ.ـزب الله استخباراتي مرکزونه په نښه کړي

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رویټرز خبري آژانس د اسراییلي پوځ له قوله خبر ورکړی، چې دغو بریدونو کې د حـ.ـزب الله ډلې لوړ پوړي غړي په نښه شوي دي.

حـ.ـزب الله لا تر دې دمه د دغو بریدونو رسمي تایید نه دی کړی او نه هم د دغو بریدونو له امله د اوښتې مرګ – ژوبلې به تړاو څه ویل شوي دي.

پر اسراییلو د ایران تر بریدونو وروسته صهیونیست رژیم پر لبنان خپلو بریدونو ته زور ورکړی او ګواښ یې کړی، چې ایران به هم د خپلو بریدونو بیه پرې کړي.

په ورته مهال د لبنان روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې پر لبنان د اسراییلو د بریدونو له پیله تر اوسه ۲ زره تنه وژل شوي، چې ۱۲۷ یې ماشومان او ۲۶۱ یې ښځې دي.

د الجزیرې خبري شبکې د خبر له مخې، پر لبنان د اسراییلي یرغلګرو تر بریدونو وروسته دې هېواد کې ۱.۲ میلیونه وګړي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس