کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ شپږمې ناستې په څنډه کې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر سره کتنه کې په سیمه او نړۍ کې د وروستیو بدلونونو وروسته د افغانستان موقعیت ته په اشارې ویلی، افغانستان د سیمې اقتصادی نښلونې برخه کې مهم رول لرلی شی.
سرګۍ لاوروف دې کتنه کې له افغانستان سره په سیاسی او اقتصادی برخو کې د خپل هېواد د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، روسی شرکتونه لېواله دی، چې افغانستان کې د کرنې، کانونو او ټرانسپورټ برخو کې پانګونه وکړی.
دې کتنه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ویلی، د مسکو فارمټ دې د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا پر میکانیزم بدل شی.
متقی د روسیې فدراسیون سره د افغان حکومت د ډپیلوماټیکو اړیکو د کچې لوړلو غوښتنه کړې.
دې کتنه کې نوموړی له خپل روسی سیال سره پر دوه اړخیزو سیاسی او اقتصادی اړیکو او سیمه ییزو چارو هم خبرې کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ