فاریاب کې دوو ټرافیکی پېښو درې تنه مړه او ۲۷ نور ټپیان کړل

کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په فاریاب ولایت کې د دوو ټرافیکی پېښو کې له امله درې تنه مړه شوی او ۲۷ نور ټپیان دی.

د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رییس ویلی، چې د قیصار ولسوالۍ په خان قروغ سیمه کې له سړک څخه د یوه فلانکوچ ډوله موټر د اوښتو له امله دوه کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوی دی.

بله پېښه د المار ولسوالۍ مرکز ته نږدې یو فلانکوچ ډوله موټر د چپه کېدو له امله شوې، چې په کې یو ماشوم مړ او ۷ تنه نور ټپیان شول.

د سړکونو خرابوالی، د ترافیکی اصولو نه رعایت او د چلوونکو بې احتیاطی په افغانستان کې د زیاتو ترافیکی پېښو اصلی لاملونه ګڼل کیږی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.