کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت ویاند پاکستان کې د حکومت او سیاسي مخالفينو د پلويانو ترمنځ د ترينګلتيا په تړاو څرګندونې کړې او ویلي یې دي، چې یاد هېواد کې د حکومت او سیاسي مخالفينو د پلويانو ترمنځ ترينګلتيا د اندېښنې وړ کچې ته رسېدلې او دوام يې په سيمه منفي اغېز لرلای شي.
نوموړي زیاته کړې، د ولس د مشروع غوښتنو پر وړاندې ترټولو ښه لاره مذاکره او تفاهم دی او وروستيو پېښو ثابته کړې چې له مذاکراتو انکار، مسلې لا پېچلې کوي.
دغه راز نوموړي ویلي، چې دوی د پاکستان وضعیت له نږدې څاري او هیله لري، چې د پاکستان حکومت او تاثيرګذاره ادارې له زياتېدونکې نارضايتۍ سره معقول او واقعبین چلن وکړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/