پاکستان کې دوه چنایی وګړی وژل شوی او لس نور ټپیان دی

کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستانی رسنیو د ځایی چارواکو له قوله ویلی، چې تېره شپه ناوخته د پاکستان کراچۍ ښار جناح نړیوال هوایی ډګر ته څېرمه د چینایی انجنیرانو پر کاروان برید کې دوه تنه چینایی وګړی وژل شوی او لس نور ټپیان دی.

دغه برید د هغو چینایی انجنیرانو پر موټریز کاروان شوی، چې تازه له هوایی ډګر څخه راوتلی وو.

تر چاودنې وروسته سیمه کې پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې او ګڼ شمېر موټر هم په کې سوځېدلې دی.

بلخوا پاکستان کې د چین سفارت هم د پېښی پخلی کړی او خپلو اتباعو ته یې د مرګ – ژوبلې اوښتل تایید کړی دی.

د دې برید مسوولیت د بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسلوالې ډلې منلی دی.

پاکستان کې دغه برید او نور کشمکشونه په داسې مهال کیږی، چې نږدې ورځو کې به دغه هېواد د شانګهای سازمان د غونډې کوربه وی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.