له قرغزستان څخه افغانستان ته د تېلو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی

کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د قرغزستان د احصایې ملی کمېټې ویلی، چې دې هېواد د روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال په لومړیو ۷ میاشتو کې د تېر کال د ورته مودې په پرتله افغانستان ته پټرول ۲۷ برابره زیات صادر کړی.

قرغزی رسنیو پرون د قرغزستان د احصایې د ملی کمېټې د مسوولینو له قوله ویلی، دې هېواد افغانستان ته د ۸ میلیونه ۹۰۰زره ډالرو په ارزښت ۷۰۰زره لیتره پټرول صادر کړی، چې د تېر کال په ورته موده کې ۳ لکه ۱۷زره ډالرو په ارزښت ۱۹زره ۳۰۰ لیتره پټرول صادر شوی وو.

افغانستان ته د قرغزستان د صادر شویو تېلو د هر لټر د بیې اوسط پنځه سینټه دی.

افغانستان ته د دغه هېواد صادر شوی پټرول د دوی د ټولو صادر شویو پټرولو ۸۴ سلنه کیږی.

له قرغزستان څخه د نفتی توکو د صادراتو ډېرښت خبر په داسې مهال ورکول کیږی، چې د سوداګرۍ او پانګونې خونې په وینا د اسلام کلا، تورغونډۍ او اقینې په بندرونو کې د نفتی توکو د کېفیت د تثبیت بهیر پڅ شوى، چې له امله یې سوداګر له ستونزو سره مخ دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.