وروسته تر دې چې په کابل کې د افغانستان د اوسنی حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په ګاونډی هېواد پاکستان کې د سیاسی او امنیتی ناکراریو په تړاو اندېښنه وښوده، اسلام آباد هم په یوه خورا تُند غبرګون کې د کابل دا اعلامیه وغندله او زیاته یې کړه چې د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه ورته د منلو وړ نده.
د رسنیزو راپورونو له مخې تېره یکشنبه په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، په پاکستان کې د وروستی وضعیت په اړه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی و چې په دغه هېواد کې د حکومت او سیاسی ګوندونو د پلویانو ترمنځ ترینگلتیا د اندېښنې وړ کچې ته رسېدلې او دوام به یې پر ټوله سیمه منفی اغېز ولرلای شی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له آدرسه د اعلامیې په پای کې دا هم راغلی چې افغانان په خپل ګاونډ کې وضعیت له نژدې څاری او هیله لری چې د اسلام آباد حکومت او اغېزلرونکې ادارې په دغه هېواد کې له مخ په زیاتېدونکې نارضایتۍ سره معقول او واقعبینانه چلن وکړی.
دا چې د پوځ تر کنټرول لاندې د پاکستان نیمه ملکی حکومت ولې د افغانستان له لورې د دې اعلامیې په اوریدو یودم په غوسه شوی او یا داچې پدې اعلامیه کې کوم ټکی د دوی دومره غوسه را پارولې اوږد بحث دی، خو که راشو او یوازې په تېرو دریو ورځو کې د دغه هېواد له پلازمینې اسلام آباد څخه نیولې بیا د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو؛ لکه: اسلام آباد، خیبر پښتونخواه، کراچۍ او دې ته ورته نورو سیمو کې د دغه هېواد د سیاسی ګوندونو احتجاجی لاریونو او ورسره د نا امنۍ لړۍ ته وګورو، نو له ورایه ښکاری چې پدې هېواد کې حاکم نیمه پوځی حکومت او عام ولس له یو بل سره لاس او ګرېوان دی.
په تېره هم که د ډیورند استعماری کرښې ته څېرمه په قبایلی سیمو کې د پښتنو وګړو احتجاجی یون او رابللې جرګې ته ځېر شو، نو دا خبره سل په سلو کې ښکاره کوی چې پاکستان نور د تجزیې په درشل کې دی.
په تېرو څو ورځو کې د دغه هېواد د پخوانی لومړی وزیر عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند غړیو، د ټولې پوځی او پولیسی محاصرې سره سره د دې هېواد د پلازمېنې( اسلام آباد) کنټرول په خپل لاس کې اخیستی ؤ، آن تر دې چې حکومت د حالاتو د کنټرول لپاره په اسلام آباد کې د هغه هېواد د ټولو موبایل ټلیفونو سیسټمونه هم د دوه ورځو لپاره بند کړی وو، په ورته وخت کې د دغه ملک د خیبر پښتونخواه ایالت په یوه څنډه او د ډیورند استعماری کرښې ته څېرمه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین په غوښتنه په پاکستان کې د مېشتو ټولو پښتنو وګړو جرګه راغوښتې ترڅو هلته د مېشتو پښتنو قومونو د برخلیک په اړه خبرې وکړی.
همدارنګه په همدې کړکیچنو ورځو کې د نورو وړو وړو پېښو تر څنګ د دې هېواد په سوداګریز او بندری ستر ښار کراچۍ کې د یوې چاودنې په ترڅ کې دوه داسې چینایی وګړی وژل کېږی چې د حکومت رسمی مېلمانه وو او په یوه ډېره مهمه پروژه کې یې کار کولو.
دا درې پېښې چې پورته یې یادونه وشوه هغه دی چې په ورته وخت او له یوه بل سره پیوسته رامنځ ته شوې دی خو پر دې سربېره د پاکستان په لویو ښارونو کې پرله پسې چاودنې، د دې هېواد پر سیاسی فضا باندی د پوځی حاکمیت راج، له خپل بل ګاونډی هند سره د اسلام آباد د واکمنو شخړې او ناندرۍ، هغه ترخه واقعیتونه دی چې د دغه هېواد نیمه پوځی واکمن یې نه وینی یا نه غواړی هغه و وینی،.اوس که د دومره ستونزو او ناخوالو سره سره د اسلام آباد پر چارواکیو د افغان حکومت له لورې دا ډول تبصره درنه تمامه شوې وی، نو پدې کې ملامت څوک دی؟
کېدای شی د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په اړه د اسلام آباد دا تند غبرګون او غوسه پدې هم وی چې تر وروستی بیان څو ورځې وړاندې افغان حکومت په صراحت سره دلته د نا امنیو په لویو پېښو کې د داسې کسانو د لاس درلودلو خبره کړې وه چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې روزل شوی او بیا افغانستان ته د ورانکارۍ په موخه رالېږل شوی وو.
متأسفانه د اسلام آباد د لړزانه تاج او تخت اوسنی واکمن او د پردې شاه ته د دغه هېواد پر ټولو سپینو او تورو راج چلونکی پوځ که غواړی چې پر خپل ملک د سولې او امن په فضا کې حکومت وکړی، نو ښه به دا وی چې وروسته تر دې د نورو ملکونو او په تېره بیا د ګاونډیو هېوادو په چارو کې لاسوهنه بنده او پر همدغه ګاونډیانو دې د خپلو نامشروع غوښتنو د تپلو لپاره دې هلته ترهګرۍ او بې ثباتۍ ته وده نه ورکوی.اوس او تر دومره پېښو وروسته باید پدې خبره د دوی سرخلاص وی چې زمونږ د دری ژبو هېوادوالو په خبره “چاه کن در چاه است”!! والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ