کابل کې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې کار پیل شو

کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کابل په سروبی ولسوالۍ کې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې کار پیل شو.

د سرپرست حکومت اقتصادی مرستیال د دې پروژې د پرانیستی مراسمو کې ویلی، د یادې پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان د برېښنا په برخه کې ځان بسیاینې ته یو ګام نور هم نږدې شی.

نوموړی ویلی، سرپرست حکومت ټولو په ځانکړې ډول برېښنا سکټور برخه کې د پانګونې هرکلی کوی.

دې غونډه کې د افغانستان برېښنا شرکت عمومی اجراییوی رییس ویلی، د سرپرست حکومت بیا واکمنېدو سره د برېښنا په برخه کې نیمګړې پاتې پروژې هم پیل شی.

د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا دغه پروژه د کابل سروبې ولسوالۍ کې د ۱۸.۲ میلیونه ډالرو په لګښت پیل شوه، چې تر راتلونکی یوه کال پورې به یې د رغولو چارې پشپړې شی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.