افغان سوداګر بهر ته د جلغوزیو د لېږد لپاره د همکارۍ غوښتنه کوی

کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په خوست کې د جلغوزیو ټولنې مسوولین وایی، سږکال یې حاصلات شاوخوا ۳زره ۵۰۰ ټنه اټکل شوی، چې د تېر کال په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښیی.

په ورته مهال سوداګر غوښتنه کوی، چې د نورو هېوادونو سوداګرو پر ځای دې افغان حکومت خپلو سوداګرو ته دا زمینه برابره کړی، څو خپله خپل محصولات د چین په ګډون د نړۍ نورو هېوادونو ته صادر کړی.

سوداګر دغه راز زیاتوی، چې دا مهال په کور دننه د جلغوزیو ټول کاروبار په پاکستانیو کلدارو ترسره کیږی، چې له امله یې دوی هر کال په میلیونونو افغانیو زیان وینی.

بل لور د خوست ولایتی اداره ډاډ ورکوی، چې د نورو سوداګرو د ستونزو د هوارۍ سربېره، حکومت ژمن دی، څو د جلغوزیو په برخه کې هم د خپلو سوداګرو شته ستونزې حل کړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.