کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۸ مه نېټه)
ګهیځ نیوز ته له خېبره ځایی سرچینو ویلی، چې ګڼ شمېر پاکستانی پوځیانو تېره شپه د پښتنو په جرګه ځای باندې برید کړی او دغه میدان کې یې وران کړی دی.
د سرچینې په حواله پوځیانو په خپلو سترو وسایلو میدان کې لوی – لوی کندې وېستلی او د دې احتمال شته چې ټول خېبر کې ګرځبندیز اعلان کړی.
د ځایی سرچینو په خبره پر میدان د پاکستانی ځواکونو پرلپسې ډزې هم روانې دی.
بل لور د پاکستانی ځواکونو دې برید ته غبرګون کې منظور پښتین یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې جرګه به کوی او د هېچا فشار نه منی.
ولسی سرچینو ویلی، چې تر دغې پېښې وروسته جوماتونو کې ملا امامانو اعلانونه کړی او له خلکو یې غوښتی، چې د پښتنو قامی جرګې د دفاع لپاره راووځی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ