کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د نورستان مرکز پارون ښار کې د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا کوټ د بیارغولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یاد ولایت د برېښنا آمر ویلی، د نورستان برېښنا کوټ د بیارغولو چارې چې اوسمهال د یو میګاواټ برېښنا د تولید وړتیا لری، بشپړې شوې چې پارون ښار پر دولتی ادارو سربېره د دغه ښار۳۰۰ کورنۍ هم له ۲۴ ساعته برېښنا څخه برخمنې شوې.
نوموړی زیاته کړې، چې د دغې پروژې چارې د دوو میاشتو په موده کې بشپړې شوې.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ