کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت سیاسی مرستیال ویلی، چې افغان حکومت د سوداګرۍ په بدیلو لارو غور کوی، څو افغانستان له بېلابېلو هېوادونو سره اقتصادی راکړه – ورکړه ولری.
نوموړی دا څرګندونې د افغان او بهرنیو سوداګرو پیوستون کنفرانس ته کړې او له ګاونډیو هېوادونو یې غوښتی چې د افغان سوداګرو پر وړاندې راټوکېدلې ستونزې له منځه یوسی.
سیاسی مرستیال خبرداری ورکړی، چې د افغان سوداګرو پر وړاندې د ستونزو جوړولو، د لارو بندولو او په ناقانونه توګه د مالیاتو لوړلو سره به د افغانستان او ګاونډیو ترمنځ اقتصادی همکارۍ او اړیکې زیانمنې شی.
نوموړی زیاته کړې، چې افغان حکومت د سیمه ییزې سوداګرۍ او ټرانزیټ پیاوړتیا ته ژمن او د سیمې هېوادونه دې خپل مسوولیت رفع او چمتووالی دې په عمل کې وښیی.
دې کنفرانس کې د پاکستان، چین، ایران، ترکیې او جاپان سوداګرو هم برخه درلوده.
نوموړی دغه څرګندونې په داسې مهال کوی چې دې وروستیو کې پاکستان افغان سوداګر له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ