کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د آفچین کمپنۍ مسوولینو په سرپل ولایت کې د قشقری سیمې د ۲۳م نمبر د تېلو استخراج څاه د پرانیستلو خبر ورکړی.
د آفچین کمپنۍ د عامه اړیکو مسوول ویلی، د قشقری څاه ګانو د تېلو د استخراج د چټکولو او ظرفیت لوړولو په موخه د چین او قزاقستان هېوادونو څخه ۲۰۰ موټره نوی تجهیزات او ماشینونه را انتقالوی.
نوموړی زیاته کړې، چې د قشقری ۲۳م نمبر څاه په پرانیستلو سره به د دغې سیمې د تېلو استخراج کچه لوړه شی او ډېر ژر به د آق دریا او زمرد سای سیمو د تېلو استخراج پیل شی.
د یادونې وړده، چې تر اوسه ۷۹ موټره نوې تجهیزات قشقری سیمې ته رسېدلی او تمه ده چې د ټولو وسایلو له رسېدو سره به په آمو دریا سیمه کې د تیلو د استخراج سرعت او ظرفیت لوړ شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ